ایکنانیوز د آستان نیوز له قوله راپور راکړ، دقدس رضوي آستان د قرآني چارو د مرکز مدیر ددغه پروګرام اجرا ته په اشارې سره ووئيل، دحضرت ثامن الائمه (ع) د نیکمرغه زوکړې له شپې سره په یووخت ، د ؛سراج الله ؛په نامې سره قرآني طرحه او په ډله ایز ډول د انسان مبارکې سورې قرآئت او د ثواب ئې دحضرت امام رضا نوراني شخصیّت ته په ډالۍ کولو سره اجراشو .
د رضوي مقدس آستان د قرآني چارو د مرکز مدیر په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د رضوي غونچو د پروګرام په چوکاټ کې دغواي یا ثور د میاشتې تر ۲۹پورې هره ورځ د رضوي مطهر حرم په پیغمبر اکرم (ص) صحن کې د مهدالرضا د ۷۰۰ قرآن زده کونکو په شتون سره دیرش قرآنی محفلونه جوړ شول ، ماشومانو په دغه محفل کې کې د قرآن تلاؤت ، د معصومین علیه السلام دسیرت زده کړې ، او موضوعي روایتونه ، نقاشۍ او رنګ ورکول او نوره ډول ډول پروګرامونه ترسره کړل، چې په عمومي توګه ددغه پروګرام ډير تود او پراخ هرکلی وشو.
https://iqna.ir/fa/news/4216347